د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د اسلامی ایران ولسمشر په دغه کتنه کښې سیمه ایزو ستونزو او اختلافاتو ته اشاره وکړه او د سیمې په ځینو هیوادونو کښې یې اختلافات، نښتې او ستونزې، د سیمې د ناوړه وضعیت نخښه وبلله او زیاته یې کړه، ایران د یوه اسلامی هیواد په توګه دنده لری په سیمه کښې د سولې او ثبات د ټینګولو لپاره هڅې وکړی او تهران تل په دې مسئلې ټینګار کوی، چې د سیمې سوله او ثبات یوازې د سیمې د هیوادونو په لاس شونې ده.
د عمان ستر مفتی هم په دې کتنه کښې وویل عمان د سیمې د مسئلو په اړه د ایران له اسلامی جمهوریت سره ګډ دریځ لری، د دواړو هیوادونو اړیکې دوستانه او ورورګلویزی او د نورو لپار بیلګه ده.
د عمان اعظم مفتی وویل عمان په سیمه کښې د ایران په کارنده رول او اهمیت اعتراف کوی او باوری دی، چې سیمه د سیمې د هیوادونو له ملګرتیا پرته، ثبات او آرامښت ته نه شی رسیدلای چې په دې زمینه کښې د ایران په رول سترګې نه شو پټولای.
1386626