ایکنا- په فرانسې کې یوې محکمې، پاریس ته څېرمه د یوه جومات د قرآن کریم د تلاوت په پلمه د شپږو میاشتو لپاره د تړلو پرېکړه تایید کړې ده؛ دغې قضیې د اسلامي عقایدو او عبادتونو پر وړاندې د حکومت د څارنې په اړه نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د ایکنا د راپور له مخې، په فرانسه کې یوې محکمې پاریس ته څېرمه د یوه جومات د شپږو میاشتو لپاره د تړلو پرېکړه تایید کړې ده. دغې قضیې د اسلامي عقایدو او عبادتونو پر وړاندې د حکومت د څارنې په اړه نوې اندېښنې پیدا کړې دي.
د مونتروی اداري محکمې د جمعې په ورځ په «اولنه-سو-بوآ» سیمې کې د «شانتلوپ» جومات پر وړاندې د جولائي میاشتې د تړلو د حکم د ځنډولو غوښتنه رد کړه. دغه جومات به تر جنورۍ میاشتې پورې تړلی وي.
د جومات د استازیتوب کوونکي د بشري حقونو وکیل «رفیق شکات» دا پوښتنه مطرح کړه چې ایا په فرانسه کې د جوماتونو امامان لا هم ازاد دي چې د اسلام سپېڅلی کتاب تلاوت کړي؟ شکات وویل: «ایا په فرانسه کې یو امام لا هم کولای شي په هغه جومات کې چې امامت او ویناوې پکې کوي، قرآن تلاوت کړي؟.
هغه زیاته کړه چې چارواکو د خپلې قضیې یوه برخه د امامانو له خوا د قرآن کریم د اوو آیتونو پر نقلولو او د اسلامي سنت له مهمو اثارو، لکه «ریاض الصالحین» او «څلوېښت حدیثونو»، څخه د هغوی پر یادونو ولاړه کړې ده.
هغه مهم اثار چې په دې قضیه کې پرې بحث شوی، د «نووي» د اثارو له ټولګې څخه دي. نووي د دیارلسمې پېړۍ سوریایي عالم و چې د اسلامي نړۍ له مشهورو متفکرانو څخه ګڼل کېږي.
شکات وویل: «زه پوهېږم چې اداري قاضي نه غوښتل د سن-سن-دني له والي سره مخالفت وکړي. اوس فکر کوم چې په دولتي شورا کې به زمونږ چانسونه زیات وي؛ ځکه هلته به موضوع لږه قانوني او لږه سیاسي وي.»
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د اسلامي بنسټونو پر وړاندې د فرانسې د حکومت فشارونه له کلونو راهیسې زیات شوي دي. فرانسوي چارواکو د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل پورې په ۱۸ میاشتو کې ۲۲ جوماتونه تړلي وو.
حکومت همدارنګه یو شمېر اسلامي بنسټونه،لکه په فرانسه کې د اسلامم ضده پروسې پر وړاندې د مبارزې ټولنه» او «باراکا سټي» خیریه بنسټ ړنګ کړي دي. دغو اقداماتو اندېښنې لا زیاتې کړې دي چې ګواکې فرانسه له امنیتي قوانینو څخه د مسلمانانو د عقیدې د آزادۍ د محدودولو لپاره استفاده کوي.
د یوه نظرپوښتنې له مخې، په فرانسې کې له هرو لسو مسلمانانو څخه اته تنه له سختې کرکې او نفرت سره مخامخ دي.
https://iqna.ir/fa/news/4368805