ایکنا- ؛کردان او د قرآن ژبه» نومې مستند فلم د عراقي فلم جوړونکي او تهیه کوونکي «حیدر غني» نوې پروژه ده چې د عراق په کردستان کې فیلمبرداري شوې ده.
د ایکنا د راپور له مخې، دغه مستند فلم د کردي او عربي ژبو ترمینځ د کلتوري او تاریخي اړیکو اړخونه او پر کردي ټولنې د قرآن کریم اغېزې څېړي. دغه پروژه د فیلم جوړونې د ملي ملاتړ پروګرام په چوکاټ کې د سینما د ملاتړ لپاره له حکومتي مرستې څخه هم برخمنه شوې ده.
غني د دغه فلم په اړه وايي: «دا فیلم عربي ژبه د یوې ملي یا سیاسي ژبې په توګه نه څېړي، بلکې د قرآن د ژبې په توګه پرې تمرکز کوي او دا موضوع څېړي چې دغه ژبه څنګه د پېړیو په اوږدو کې د عراق د کردستان د ټولنې د یوې سترې برخې د کلتوري او مذهبي ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده؛ په داسې حال کې چې کردانو خپله ژبه، هویت او دودونه ساتلي دي. همدې کلتوري ګډ ژوند زه ځان ته جذب کړم.»
هغه زیاته کړه: «عراق تل دډولوالي له یوه ډک چاپېریال څخه برخمن ؤ او زه باور لرم چې سینما باید دغه ډولوالی مستند کړي، نه دا چې یوازې جنګ او شخړې روایت کړي. زما په اند، یو ریښتینی مستند فلم چمتو ځوابونه نه وړاندې کوي، بلکې پوښتنې مطرح کوي او لیدونکي ته د فکر او تأمل زمینه برابروي. زه په دې پروژې کې هم د همدې لپاره هڅه کوم.
حیدر غني د پوهنتون استاد، د سینما او ټلویژن فیلم جوړونکی او فیلمبردار دی. هغه د رڼا په ډیزاین او د رسنیو په تولید کې هم تخصص لري. نوموړي په تصویري رسنیو کې د فلمونو او مستندو اثارو د تولید په برخې کې له ۲۰ کلونو څخه زیاته مسلکي تجربه لري. هغه د بغداد له پوهنتون څخه د سینما په برخې کې د پي ایچ ډي ډګرئ سند ترلاسه کړی او له عراقي، عربي او نړیوالو سپوږمکۍزو چینلونو سره یې کار کړی دی. د هغه له مشهورو فلمونو څخه «د یوه ځای سکون»، « نیول شوی» او «کور» یادولی شو.
هغه زیاته کړه: «زما لپاره د هر مستند فلم بریا له داسې فیلمنامې پیلېږي چې د لیدونکي عقل او درک ته درناوی وکړي؛ ما دا ځانګړنه په دغې فیلمنامېکې وموندله.»
دغه عراقي ډایریکټر د فیلم د تولید د مالي تمویل په اړه وویل: «د سینما د ملاتړ د نوښت کمېټه، چې د دغه فلم په ملاتړ کې یې ونډه اخیستې، د عراق د فلم جوړونې په برخه کې د باور د بېرته راګرځولو لپاره یو مهم ګام دی. د دوی ملاتړ دې پروژې ته د دې فرصت ورکړ چې خپله مفکوره په واقعي ډول عملي کړي. خو زه باور نه لرم چې دا ډول ملاتړ دې د فلمونو د مالي تمویل د یوه جامع سیستم ځای ونیسي.»
غني د دغه ډول فلم د جوړولو د ستونزو په اړه، په ځانګړي ډول له دې امله چې موضوع یې له ژبې سره تړاو لري، ټینګار وکړ: «بې له شکه د پام وړ ننګونې شته؛ ځکه د ژبې په اړه خبرې کول د یوې ځای یا تاریخي پېښې په باب له خبرو کولو سره توپیر لري. ژبه یوه نامرئي مفکوره ده، په داسې حال کې چې سینما پر انځور ولاړه ده، او اساسي ستونزه همدلته ده
https://iqna.ir/fa/news/4368782