IQNA

ډاکټر ولایتی: په سیمه کښې له تکفیری ډلو سره مبارزه ضروری چاره ده

9:12 - March 14, 2014
د خبر لمبر: 1386786
سیاسی ډله: د اسلامی بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومنی منشی په سیمه کښې له تکفیری ډلو سره په مبارزې ټینګار وکړ.

د قران نړیوال خبری اژانس ایکنا د یو راپور پر اساس د اسلامی بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومی منشی علی اکبر ولایتی نن په تهران کښې د نړیوال قدرت په هندسې کښې د اسلامی دنیا د رول د نړیوالې غونډې په څنګ کښې زمونږ خبریال ته وویل د اسلامی دنیا متفکران هر یو په خپلو هیوادونو کښې د مسلمانانو د وحدت تبلیغ کونکی ووسی او د تکفیریانو پروپاګنډې شنډې کړی.
ښاغلی ولایتی دغه  راز دې  ته په اشارې سره چې په لبنان، سوریې او عراق کښې ترسره شویو بدلونونو د نوی اسلامی تمدن تحقق زیات اثبات کړی دی وویل همدا اوس سیمه ایز انډول د مقاومت په ګټه دی.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی انقلاب د ستر لارښود سلاکار علی اکبر ولایتی د ایران په باره  کښې د ملګرو ملتونو دسرمنشی بان کی مون د لاسوهونکو څرګندونو په باره کښې وویل د ملګرو ملتونو مشر بان کی مون د امریکا په کنټرول او اختیار کښې یو سړی دی.
هغه وویل بان کی مون په ملګرو ملتونو کښې تر ټولو بې وسه سرمنشی دی او د نړیوالو کړکیچینو د ختمولو لپاره یې هیڅ اقدام نه دی کړی.
1386572

بچوې: ولایتی ، تکفیری
captcha