IQNA

د تلعفر ښار د ړنګولو نه تر د قرضاوی ادعاباندې د اهل تسنن علما‌ؤ غبرګون ښودل

10:32 - June 25, 2014
د خبر لمبر: 1422300
نړیواله ډله: د عراق د هیواد ویندوى وزارت اعلان وکړو، چې د دې هیواد امنیتی ځواکونه په تلعفر ښار کښې امنیتی اوضاع باندې مکمل مهار لرې. او د دې سیمه د ترهګرو په لاس د سقوط آوازه خپرول حقیقت نه لرې.

خبر خپروونکې د قرآن نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې المسله سعد معن خبری ویب پاڼه نه په نقل، د عراق د هیواد ویندوى وزارت اعلان وکړو چې د هیواد امنیتی ځواکونو تلعفر ښار کښې امنیتی اوضاع باندې مکمل مهار لرې. او د ځواکونه مرستیال هم دغې سیمه ته ننوتلی دې.
هغه د امنیتی ځواکونو په تلعفر شتون ته اشاره سره د دې سیمه د ترهګر ډله داعش  په لاس د سقوط خبر تکذیب وکړو.
سعد معین هم خبر ورکړی چې تیره ورځ امنیتی ځواکونو د ترهګر ډله په دې سیمه حمله یی پسپا کړې. او مرستیال ځواکونه د دې سیمه په ځئ ځئ مېشته دی.
رویترز د انګلیسی ژبه خبرې څانګه پرون ادعا کړی وه چې د عراق اسلامی دولت او د شام اجزا په داعش باندې بریالی شوې او د عراق شمال غربی تلعفر سیمه یی نیولی ده.
رویترز ادعا کوې: د داعش ځواک له سخت جنګ نه پس دا د ترکمنو ښار قبضه کړی وو او د دې ښار اوسیدونکیو په تلفنی اړیکه رویترز ته ویلی: له سخت جنګ نه پس چې په کښې له دواړو اړخه مرګ ژوبلې اوښتی تلعفر ښار د داعش ځواکنو ترلاسه کړو.
د عراق په حالاتو د حزب الله له اړخه ړومبۍ غبرګون
د حزب الله د سیاسی شورا مشر په ویناوې کښې د تکفیری خطر او د سیمه تهدید کوونکیو سره د جنګېدو لپاره د اتحاد په ضرورت تاکید وکړو.
سید هاشم صفی الدین چې د لبنان حزب الله غورځنګ ړومبۍ لوی شخصیت دې چې د عراق په حالاتو یی د خپل نظر څرګندونه کړې په دې هکله ویلی: په روان حالاتو کښې هغه کسان چې مخلصان دې او د اولس په پاملرنه ټینګارکوې لږترلږه دا کار وکړې چې د تکفیری خطر چې اسلامی او عربی سیمه ورسره مخامخ ده تهدید کړې او ورسره مقابله وکړې.
د حزب الله د سیاسی شورا مشر زیاته کړه: عراق چې نن کومو حالاتو سره مخامخ دې، دې ته اړتیا لرې چې په عربو او مسلمانانو کښې مخلصه انسانان لپاره د دې مبارزه حل لاره و موندې  خپلو کښې دې سره خبرې اترې وکړې.
صفی الدین د لبنان بنت جبیل ښار په دینی مدرسه اهل بیت علیهم السلام د مراسمو په وینا کښې څرګنده کړه: د سیمه شرایط له ټولو مشرانو نه تقاضا کوی چې د سیمه مسئلو سره منطقی عقلانه او پوهانه مقابله وکړې او له تنګ نظری نه ډډه وکړی.
د آیت الله سیستانی نماینده په انګلیس کې: د جهاد لپاره د عراقیانو غوښتنه
د براثا خبری څانګه راپور له مخې: سید مرتضی کشمیری، په انګلیس کښې آیت الله سیستانی نماینده اعلان کړی: هغه څه چې په اخیرنو ورځو کښې د آیت الله سیستانی له اړخه نقل شوی، فتوای نه ده، بلکې یو بیانیه ده چې مقصد یی دا وو چې باید د عراق ولس د ترهګرو د تېرى پر ضد د پوځ مرسته وکړې،
سید مرتضی کشمیری زیاته کړه: آیت الله العظمی سیستانی معتقد دې چې د وطن نه دفاع د دولت تر څارنې لاندې او رسمی ټولنو باندې واجب کفایی دی او دې مرجع یواځې عراقی زامن چې هم په عراق کښې شتون لرې مخاطب کړې دی، نه یواځې شیعه یا هغه عراقیان چې له هیواده بهر دې.
هغه په اخیره د هیله اظهار وکړو چې د عراق پوځ کولې شی په بیړه اقدام سره تکفیری ترهګر باندې بری ترلاسه کړی.
المنار راپور ورکړی، شیخ خالد الملا، د عراق د علمای ډله مشر د قرضاوی اخیرنی خبرو چې په کښې د عراق حالاتو ته ولسی پاڅون نوم ورکړې په ځواب کښې وویل: زه د شیخ قرضاوی له بیانی نه تعجب نه کوم، ځکه چې د مسلمانانو علماو ډلی بنسټ چا ایښودلی دا ټولو ته پته ده او دا خبره مشهوره ده.
خالد الملا: قرضاوی د فتنه او باطلو آله ده
شیخ خالد الملا زیاته کړه: قرضاوی له حق سره نه وو، بلکې له باطل سره وو، او کله چې یو عالم د فتنه یو آله جوړه شی، نو شرعی حیثیت نه هغه را وغورزېږې.
الملا هم دا رنګ د آیت الله سیستانی نه خلکو ته د داعش  وسله اوچتولو او د پوځ مرسته کولو په وینا باندې د مننه اظهار وکړو او څرګنده یی کړه: آیت الله سیستانی اعلان کړی چې اهل سنت له مونږ (شیعګانو) نه دې او زمونږ یواځی وروڼه نه دې، په عراق کښې د دې په اړه چې آیت الله سیستانی د ټولو عراقیانو مرجع دې هیڅ بحث نشته.
یوسف قرضاوی له دې نه زیات بى سنجشه او بی منطقه خبری کښې د ترهګر ډله داعش نفوط ته ولسی پاڅون ویللی، او ادعا یی کړی، چې د عراقی پوځ تر ویجاړېدلو پوری امنیتی پوځ او د عراق پولیس بغیر له ولسی پاڅون نه بل څه نشته.

1418232

captcha