د قرآن خبر خپرونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې(غربی آسیا څانګه) دا نندارتون چې دې کال د پیل یی شپږم کلیز دې هر کال ترې خلکو او په خاص توګه ځوانانو ترې ښه استقبال کړې.
عباس حسن زاده د قرآن کریم بهار نندارتون مشر په مرکه کښې وویل: د دې نندارتون د پیل کولو هدف د ځوانانو او د ځلمو له اسلامی او قرآنی پوهنو سره پېژندګلوی ده.
هغه زیاته کړه: د نهم رمضان نه تر اتلسم رمضان پوری د قرآنی مقابلې، غونډی، قرآنی دنده او قرآنی کړنلارې به ترسره کېږې.
حسن زاده وویل: په دې نندارتون کښې تقریباْ ۳۲ غرفې چې په کې دانش قرآن خپروونکې، بیهقی خپروونکې، الهدی خپرونکې، نینوا خپروونکې، د ماشومانو لپاره انځورګری غرفه، صبح امید موسسه، د خوندو او ماشومانو دینی علمی خپروونکې، د ټول قرآن حافظو غرفه، د پردې ملګرتیا، کورنۍ او پرده، روژه او لمونځ، تلاوت او تطهیر په قرآن کښې او د قرآن کریم غرفه په کې ګډون لرې.
د قرآن کریم بهار نندارتون مشر ښکاره کړه: د نورو کلونو نندارتونو نه دې کال نندارتون کښې ډېر بدلون راغلی، او هغه دا چې د خپرووونکیو شمېر کښې کمی راغلې او اسلامی او قرآنی تعلیماتو فعالیتونه زیات شوی.
هغه زیاته کړه: په تېرو کلونو کښې د دینی علمونو مدرسو رول کم وو خو ولی دې کال د خوندو مدرسو ډېر لوی رول په کښې لرلو او ډېره حصه یی په کې اخیستلې.
د حسن زاده په وینا د نندارتون د ړومبۍ ورځې نه تر لمسی ورځ بېلابېلو برخو کښې د قرآنی مقابلې او د اسلامی او مذهبی تعلیماتو دوستانه ازمېښتی مقابلې پیلېږې چې ګټونکو ته جوایز ورکړې کېږې.