قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د الحیاة ورځپاڼه نه په نقل، آباد امین مدنی د اسلامی مرسته سازمان ستر مشر پرون د تیر میاشته ۲۳، باندې خپل مطبوعاتی بیانیه کښې د دې سازمان د غړی هیوادونو نه او د بشر ملګری اسلامی او نړیوال ټولونو نه خواست کړی چې د غزه اوسېدونکو سره هر ډول مرسته کول او په تیره بیا طبی مرسته ورسول خپل وړومبۍ کړنلار وټاکې.
په دغه بیانیه کې ټینګار شوې: هغه څه چې په غزه کښې تېرېږې، تجاوز، ظلم زیاتی او بی انصافی ده چې اسرائیل یی د غزه په بی ګناه ولس کوی او د اسرائیل د غزه په اوسېدونکو ظلم پرله پسی زیاتی دې چې په کار دی د دې مخ نیوې لپاره جدی لټون وشی.
هغه د اسلامی هیوادونو له غاړې د غزه له خلکو لپاره را جمع شوې د مرسته سامان مننه سره زیاته کړه: هم دارنګه به د دې تجاوز مخ نیوی لپاره خپل لټون او کوښښ ته ادامه ورکوی