
قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د المصریون ورځپاڼه نه په نقل، اسماعیل هنیه، د حماس د سیاسی دفتر مرستیال ولسمشر الجزیره ټی وی چینل ته خپلې مرکه کښې وویل: حماس غورځنګ افتخار کوې چې د اشغالګر اسرائیل چې خپل وحشی جنایاتو ته یی د غزه اوسېدونکو خلاف ادامه ورکړې پر ضد جنګ ته ولاړ دی.
اسماعیل هنیه ټنګار وکړو: چې حماس غورځنګ هیڅ کله په رژیم اشغالګر اسرائیل باندې په برید کې پرې وړاندې شوی نه دی. بلکې اسرائیل د فلسطین بی ګناه ولسو باندې د تجاوز کولو کښې وړاندې شوی، خو تر کومه چې دا یرغل او تجاوز یی ختم کړی نه وې تر هغه به مقاومت هم نه ودرېږې. او تر کومه یی چې اسرائیل اشغالګر یی ګنګس کړی نه وی.
د فلسطین مخکینی حکومت لومړى وزیر په غزه کښې وویل: د مخ نیوکه غورځنګ چې حماس یی هدایت کوې یو مضبوط او رشید مقاومت دی چې د فلسطین او فلسطینیانو له جان او مال حفاظت کوی.
په آخره کښې هنیه وویل: هغه وینه چې شیندلی شې زمونږ د اشغالګر او وحشی اسرائیل په خلاف د مقاومت اراده لا کلکه وی