IQNA

شیخ الازهر د قرآن نه دفاع لپاره نړیوال سازمان جوړولو غوښتنه وکړه

16:11 - July 21, 2014
د خبر لمبر: 1431822
نړیواله ډله: احمد الطیب دبی نړیوال قرآنی جایزه لرونکې مقابلو د اتلسمې دوره په اختتام سره د قرآن نه دفاع لپاره په ټولو ژبو کښې د نړیوال سازمان جوړولو غوښتنه وکړه.

قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د الشروق مصری ورځپاڼه نه په نقل، احمد الطیب، د دبی نړیوال قرآنی جایزه لرونکې مقابلو اتلسمې دوره په اختتامیه چې د تیر میاشته ۲۷ جمعه په شپه په علوم او فرهنګ دبی مرکز کښې پیل شو په خپلو ویناوو کښې وولی: یو نړیوال سازمان د قرآن نه دفاع لپاره د نړی په ټولو ژبو کښې ډېر لوی ضرورت دی.
هغه ټنګار وکړو: د الازهر اسلامی مرکز ټولې علمی کمیته به د دې سازمان په خدمت کښې لاس تړې وې او خپل ټولو امکاناتو سره به د دې سازمان خدمت کوې.
شیخ الازهر د بعضی مستشرقانو دې ادعا چې قرآن د الله له اړخه په حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم باندې وحی منزل نه ده، ته اشاره سره وولی: د شرق بعضی کسان ادعا کوې چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم قرآن د تورات، انجیل او د یهود او عیسائی عالمانو نه چې په عربستان کښې وو نه اقتباس کړی، چې دا خبره غلطه ده.
هغه د قرآن فصیح او بلیغ ژبه ته اشاره سره وویل: د تورات او انجیل ژبه اعجمی ده، او قرآن ژبه له فصاحت او بلاغت نه ډکه ده او په عربی کښې له ټولو نه ښه ژبه بیانه شوی.
احمد الطیب په آخره کښې د هغه کسانو چې د قرآن وحی کېدلو نه منکر دې مخالفت کښې وولی: هغه کسانو سره د مقابلې لپاره چې د قرآن په وحی او معجزه کېدو کې شک کوې سازمان پیل که وو، چې د دې خلکو د شبهاتو ځواب ورکوې.

1431096

captcha