IQNA

د زیاتو ځوانانو میلان داعش ته د هندوستان د مسلمانانو عالمانو اندېښنه

12:56 - September 09, 2014
د خبر لمبر: 1448406
نړیواله ډله: د رسنۍ نوې ادعا د هندوستان د مسلمانانو ځوانانو داعش لوری میلان زیات شوې، چې د دې هیواد مسلمانه عالمانو پرې اندېښنه څرګنده کړی او هغوی لټون کوې چې د دې ترهګرې ډله په تبلیغاتو ځوانان د غولېدلو نه وساتې.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د  «On Islam» خبری ویب پاڼه نه په نقل، د هند یو مسلمان عالم ریس احمد دې باره کښې ؤ ویل: مونږ غواړو چې مسلمانان ځوانان له خپل هیواد ابادولو لپاره کار وکړی، دا ځوانان په کار نه ده چې له دې ترهګر ډله سره په ملګرتیا کښې خپل راروان ژوند خراب کړی.

هغه زیاته کړه: دا عش غواړی چې د دین لپاره وجنګېږې خو ولی دا ترهګر ډله د اسلام سره هیڅ اړیکه نه لری.

احمد زیاته کړه: مونږ نه یو خبر چه دا څوک دی او څه کوی، خو ولی که څوک وې خو د اسلام له اصولو او ښوونو په خلاف  عمل کوی.

د نورو مسلمانانو عالمانو غوندې د احمد اندېښنه په دې زیاته شوه چې کله د بمبئی د یو مسلمان ځوان داعش سره اړیکې لرلو او په موصل کې د هغه د مړینې خبر خپور شو.

هغه ځوان چې عارف ماجد نومې لرو د هغه څلورو کسانو نه دی کوم چې په د خرداد میاشته په ۳ تاریخ ورک شوی وو.

احمد ؤ ویل: د تشویش ځې دی چې داعش غواړې د هندوستان په مسلمانانو ځوانانو کښې د نفوذ لپاره لاس خپې وهئ، خو ولې مونږ به هیڅ کله د داعش د ظلم او وحشت نه حمایت ؤ نکړو.

د دې هیواد  شیعه او سنی عالمان او اسلامی سازمانونه د بیانیه خپرولو او د مختلفو لارو سره کوښښ کوې چې د داعش جنایات محکوم کړی او خپل ځوانان له بې لاری او د ترهګر ډله سره مرسته نه لرې وساتې.

د ترهګری په خلاف هندوستان دولتی یوون د هغه ځوانانو په حقله څېړنې کوې کوم چې له ترهګرې ډلې سره اړیکې لرې او د هغه سازمان چې په هندوستان کښې د ترهګر ډله لپاره کار کوې او ځوانان بې لاری کوې په لټون کښې دې.

http://www.iqna.ir/fa/News/1447426

captcha