IQNA

سید حسن نصر الله:

امنیتی دپکه زمونږ او د امام حسین علیه السلام تر منځه فاصلې نشی راوستلې

8:41 - October 30, 2014
د خبر لمبر: 1465596
نړیواله ډله: د حزب الله لبنان ستر مشر، د محرم میاشته ړومبۍ شپې باندې ټینګار وکړو: د ځینې ډلو له اړخه دپکې او د حسینی مجلسونو کسان په نښه نیول هیڅ کله مونږ نشې ویرولی او زمونږ او د امام حسین علیه السلام ترمنځه فاصلې نشې راوستلی.


قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المنار اطلاع ورکوونکې ویب پاڼه نه په نقل، سید حسن نصر الله د محرم د میاشته ړومبۍ شپه د بیروت جنوبی الرویس ښار سید الشهداء مجتمع کښې  خپلې وینا کښې د لبنان خلکو د محرم میاشته عاشورا په محفلونو کښې ګډون باندې ټینګار وکړو.

هغه زیاته کړه: د عاشورا په محفلونو کښې د الله ذکر او د هغه رسول صلی الله علیه و آله وسلم باندې صلوات ویلی کېږې او د اسلام او د اسلامی امت په ستونزو باندې خبرې کېږې.

د لبنان حزب الله ستر مشر څرګنده کړه: ځینې دا ګومان کوې چې د دپکو او نفسیاتې جنګونو سره به د عزاداری مراسم بند شی، خو ولی ټینګار کوم چې دا دپکه مونږ نشی وېرولې او هیڅ کله به زمونږ او د امام حسین علیه السلام ترمنځه بېلتون را نشی، تېر کال سره د دې دپکو له مخکې کلونو نه زیات کسان راغلی وو او هیله لرم چې دې کال به هم دارنګه وی.

سید حسن نصر الله خپلې وینا کې د لبنانیانو په عاشورا په محفلو کښې ګډون اهمیت ته اشاره سره ؤ ویل: د ټلویزون نه غیر مستقیم ګډون په مراسمو کښې کافی نه دی، ځکه چې دې سره یی حق نه ادا کېږې.

سید حسن نصر الله څرګنده کړه: ځنې تکفیری ډلو د امام حسین علیه السلام مجلسونه په نښه کولو دپکه کوی، خو ولی په کار دې چې خبر شی چې د هغې دا دپکه هیڅ ګټه نه لری او هیڅ دپکې زمونږ او د امام حسین علیه السلام ترمنځه فاصلې نشی راوستلې.

سید نصر الله د کربلا واقعه اسلام ته ژوند ورکوونکې واقعه وټاکله او زیاته یی کړه: کربلا د اسلام او اسلامی امت ساتونکې ده.

د لبنان حزب الله ستر مشر خپلې وینا کې د لبنان شمال سیمه او بیا تر ټولو طرابلس کښې روان حالاتو ته اشاره سره ؤ ویل: دا حالات یوه لویه او خطرناکه فتنه ده،

سید حسن نصر الله ؤ ویل: د الله نه غوښتنه کوو چې ځواکی او سیاسی صاحب منصبانو د فتنه او توطئه سره مقابله کولو کښې مرسته وکړی او صاحب منصبان په کار دی تدبیر سره د فتنه مقابله وکړی او مخ نیوې یی وکړی.

http://iqna.ir/fa/News/1463795

captcha