IQNA

د ناروې كارګر تنظيم د جماتونو د امامانو د ښودنې مركز د پرانستلو غوښتنه وكړه

19:34 - February 16, 2009
د خبر لمبر: 1744618
نړيوال ټولې: د ناروې كارګر تنظيم پرون د بهمن د مياشتې په 25 تاريخ، د اسلو د ښار په پوهنتون كښې د ناروې حكومت ته دا طرحه وړاندې كړه چې د جماتونو د امامانو او تبليغيانو لپاره دې د اسلو په ښار كښې يو د ښودنې مركز جوړ شی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې د عربستان د «الوطن» ورځپاڼې یې نقلوی، د ناروې د كارګر تنظيم غړو همدارنګ له اسلامی هيوادونو وغوښتل چې په دې كار كښې د ناروې حكومت سره لاس وكړی او په دې هكله دې خپلې علمی او شرعی مرستې دې هيواد ته راولیږی.
د كارګر تنظيم غړی ښالی «عبدالماجد جراد» په دې هكله وويل: اوس مونږ سره ډېر تبليغيان او د جماتونو ملايان د بهرنی هيوادونو دی چې د ناروې ژبه یې پورهنه ده زده او له دې كلتوره پوره پوره نه دی خبر.
هغه زياته كړه: د ناروې د جاتونو ډېر امامان او تبليغيان خپلې خطبې او دينی علمونه په عربۍ كښې وړاندې كوی چې د ناروې ډېر مسلمان ځوانان او په بيله توګه هغه كسان چې په دې هيواد كښې زیږيدلی دی په هغې سم نه پوهیږی ځكه چې عربی یې نه زده او همدارنګ هغوی سره په اړيكې كښې ستونزه لری.

363704
captcha