IQNA

د قران د حفظ او قرائت مقابلې د اخرنې مرحلې شورو كيدل او د دبی انعام

19:05 - February 16, 2009
د خبر لمبر: 1744636
نړيوال ټولې: د قران د حفظ او قرائت مقابلې د اخرنې مرحلې شورو او د دبی انعام، نن د بهمن د مياشتې په 26 نیټه د امارات د حافظانو او د قران د قاريانو په ګډون سره په دبۍ كښې شورو شوه او د اسفند د مياشتې تر پيينځمې نیټې پورې به دوام لری.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د «جائزة دبی الدولية للقرآن الكريم» اطلاع رسوونكی مركز سره په نقل، د دې مقابلې د ترسر كونې مشر «ابراهيم محمد بوملحه» په دې هكله وويل: د دې كال مقابله د سپوږميز «سما دبی» چينل، د «ابوظبی» تبليغاتی شركت، د «شارجه»، «عجمان»، «رأس الخمية»، «الفجيرة»، «الفجر»، «العفاسی»، «المجد»، چينلو په مرسته او همدارنګ د عمارات د عربی او انګريزی ورځپاڼو په مرسته تر سره كیږی.
هغه زياته كړه: دا مقابله د قران په حفظ او قرائت كښې د ښځو او د سړيو تر مينځ تر سره كیږی او د دبی د حاكم «محمد بن راشد آل مكتوم» په حمايت سره چې د دبی د قران د دې مقابلې جوړوونكی دی تر سره كیږی چې د سړيو مقابله به «الإصلاح و التوجيه الإجتماعی» د انجمن په هال كښې چې په «القصيص» منطقې كښې دی او د ښځېو مقابله به په «النهضة النسائية» د انجمن په هال كښې چې په «الحمرية» منطقې كښې دی په دبی كښې تر سره كیږی.
363727
captcha