IQNA

په قطر كښې د «آمريكې او اسلامی نړۍ» په نوم شپږم اجلاس شورو شو

19:05 - February 16, 2009
د خبر لمبر: 1744637
نړيوال ټولې: په قطر كښې د «آمريكې او اسلامی نړۍ» په نوم شپږم اجلاس، نن د بهمن د مياشتې په 26 نیټه په دوحه په ښار «فور سيزنز» هوټل كښې شورو شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د «Peninsula» ورځپاڼې سره په نقل، په دې ناستې او اجلاس كښې سياسی، تجارتی، خبری، د پوهنتون مشران او په ټولنه كښې كاركوونكی ګډون كوی چې د امريكې او اسلامی نړۍ تر مينځ د خنډونو او مشكلاتو په هكله خبرې كوی.
د دې اجلاس په څنګ كښې به بيلا بيل كارونه لكه د ښوونې كارګاهې هم شاملې وی.
همدارنګ د لومړی ځل لپاره په دې اجلاس كښې د نړی په سلو كښې 60 كسان مسلمانان چې د ديرشو كالو نه لاندې ځوانان دی ګډون كوی چې پكښې به د دې ځوانانو ليدتوګې د راتلونكی نسل په توګه د مسلمانانو د بيلا بيلو مسئلو په هكله خبرې كیږی.
د اسلامی نړۍ ټولنيزې مسئلې، د عربو او اسرائيل په خپلو كښې جنګ، د نړۍ اقتصادی بحران، په يويشتمې پیړۍ كښې د انرژۍ مسله، د علمی ټولنې پراختيا او په اسلامی نړۍ باندې د اوباما اثر، دا هغه موضوعات دی چې د دې په هلكه به خبرې كیږی.
363723
captcha