د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د مراكش رسمی خبری اژانس (map) په نقل، دا سمينار د «المحمدية» انجمن چې د مراكش د عالمانو انجمن دی په مرسته د ښار د كتاب پينځلسمې نړيوالې نمايشګاه د كارونو په ترڅ كښې په دې هيوار كښې تر سره كیږی.
دا سمينار د انګلينډ د «نورت همپتون» اسلامی پوهنتون د عربۍ څیړنو برخې مشر ښاغلی «نور الدين ميلادی»، د قاهرې د پوهنتون د تبليغاتو د څیړنې برخې مشر ښاغلی «حماد بسيونی»، د عربستان د «الأيام» مجلې مشر «نور الدين مفتاح»، د مراكش د عالمانو د انجمن «المحمدية» مشر ښاغلی «أحمد عبادی» او د اسلامی نړۍ ځينې پوهان او څیړاندو په ګډون سره تر سره كیږی
د مراكش د عالمانو انجمن «المحمدية»:
د 2001 كال د يوولسم ستمبر له پیښې وروسته ځينې كينه لرونكې رسانې دا كوشش كوی چې د اسلام غلطه څيره وښيی او عرب او مسلمان خلكو ته داسې څرګند كړی چې همدې په جهان كښې د شر جوړولو سبب دی چې دا مسله د نړۍ لپاره ډېره خطرناكه ده.
«په رسانو كښې د اسلام او مسلمانانو اينځور په بيله توګه په لويدیځو رسانو كښې» او همدارنګ «په لويدیځو رسانو كښې د اسلامی حقيقی مخ ښودل» د دې سمينار له اصلی موضوعاتو څخه دی.
د مراكش د عالمانو انجمن «المحمدية» په يوې بيانیې كښې دا اعلان وكړ: د 2001 كال د يوولسم ستمبر له پیښې وروسته ځينې كينه لرونكې رسانې دا كوشش كوی چې د اسلام غلطه څيره وښيی او عرب او مسلمان خلكو ته داسې څرګند كړی چې همدې په جهان كښې د شر جوړولو سبب دی چې دا مسله د نړۍ لپاره ډېره خطرناكه ده.
په دې بيانیې كښې داسې راغلی دی چې د يو علمی تحقيق پر اساس چې 2007 ميلادی كال كښې د مراكش د پوهنتونونو په څیړاندو مركزونو تر سره شو، تقريبا 80 فی صده لويدیځې تبليغاتی رسانې چې ځنې ترې د المان څخه دی، د اسلام او مسلمانانو غلط او غير حقيقی تصوير وړاندې كوی.
د مراكش د عالمانو انجمن «المحمدية» له خلكو غوښتی دی چې دا خبره ډېره خطرناكه ده او پكار ده اسلامی رسانه په دې كښې خپله ذمه واری تر سره كړی او خلكو ته اسلام اصلی څيره وښيی او لويديزې هيوادونه له دې كاره منعې كړی.
363820