د ايران قرانی خبری اژانس ايكنا په يو ګزارش كې د Islam Online» ويب پاڼې څخه نقل كړی دی چې د عيسايانو يو ریډيو د FEBC په نوم چې د هغه پروګرامونه په ټولې نړۍ كه په 150 مختلفو ژبو كې خپریږی، خپل تبليغی پروګرامو سره دا اراده لری چې د مسلمانانو هيوادونو كې مسيحيت خپور كړی چې د عيسايانو د دين منوونكې زيات كړی،
په دې پراګرامونو كې يو (طرح عيسی) دی چې ډيره موده مخكې تيار شوی دی او اوس هم خپریږی
د دې پروګرام هدف د مسلمان هيوادو لكه انډونيشيا، بنګلادش، هندوستان او پاكستان دی چې دا د نړې له مسلمانانو 50 سلمه ده.
قزاقستان هم د دوی بل هدف دی چې په منځنی اسيا كې ډير تيزۍ سره اسلامی اړخ ته روان دی.
ګرګ هريس چې د دې سټيشن مشر دی وايی: مونږ غواړو چې د مسلمانانو په زړونو كې د عسائی دين مينه واچوو او د دې لپاره مونږ د خدای له نيكو بندګانو غواړو چې زمونږ لپاره دعا وكړی او مونږ سره مرسته وكړی
«FEBC» د عيسايانو نړيوال ریډيو سټيشن دی چې په 1945 ميلادی كال پس له دوهم نړيوال جنګ د انجيل پيژنګلو په هكله جوړ شوې ؤ.
363873