د ايران د قرانی خبری اژانس ايكنا په يو ګزارش كې چې له «Islam Online» ويب پاڼې څخه یې نقل كړې دی د ناروې د اسلامی انجمن مشر د جمعه په ورځ د 25 بهمن وويل چې دا كار به د دې هيواد د مسلمانانو خفګان سره مخامخ كیږی، او دا اعلان یې هم وكړ كه چرې حكومت دا قدم واخست نو په راتلونكی وخت كښې به يوه مسلمانه ښځه هم د دې هيواد پوليس كې ګډون ؤنكړی
مخكې له دې يوې مسلمانې ښځې له حكومت غوښتی ؤ چې زه غواړم چې د اسلامی پردې سره پوليس كې خدمت وكړم او د ناروې عدالت دا غوښته منلې وه، چې په دې يو شان لباس كې بدلون راولئ چې مسلمانې ښځې هم د پوليس غړی شی او اسلامی پرده یې هم محفوظه پاتې شی
د ناروې پوليس مشر هم له دې سره موافقت كړې ؤ او دا اعلان یې كړې ؤ چې مسلمانانې ښځې سره د اسلامی پردې په پوليس كې پاتې كيدی شی
خو په دې كار د مخالفو حزبونو لخواه اعتراض وشو نو د ناروی عدالت دا خبره يو ځل بيا نظر ثانی ته وړاندې كړه
په دې هيواد كې 150 زره مسلمانان موجود دی چې په كې پاكستانی سوماليايی عراقی او مراكشی دی.
363790