IQNA

د ايران انقلاب د امام حسين(ع) له نهضته اخستی شوی دی

14:16 - February 17, 2009
د خبر لمبر: 1745147
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران اسلامی انقلاب د امام حسين(ع) له پاڅونه په زده كړې د لويو طاقتونو لاسونه لنډ كړی او د هغوی ګټې یې خرابې كړی دی او دا كاميابی همدارنګ دوام لری.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، په ماليزی كښې د ايران د كلتوری مركز سره په نقل، په لبنان كښې د ايران كلتوری استازې ښاغلې «حجت الاسلام والمسلمين محمد حسن واحدی» په يو پروګرام كښې چې د امام حسين عليه السلام د څلویښتم په مناسبت سره په كولالامپو كښې د امام رضا(ع) په دينی مدرسه كښې تر سره شوی و وويل: د امام حسين(ع) د عاشورا د تحريك بركتونه ډېر زيات دی او په تاريخ كښې چې څومره پاڅونونه له دې پیښې وروسته شوی دی هغه ټول د امام حسين(ع) له پاڅونه زده كړه كړې ده.
هغه زياته كړه: د ايران اسلامی انقلاب هم له هغو څخه يو دی.
واحدی وويل: د كربلا د پاڅون په دويمه برخه كښې د بی¬بی زينب كردار په تاريخ كښې څرګند پاتې دی او د هغې بی بی مشری د دې سبب چې عاشورا د تاريخ په پاڼو كښې بې له څه بدلونه باقی پاتې شی.
هغه وويل: ايران په هر يو ډګر كښې كه علمی وی او كه نور ډګرونه ډېر مخپرتګ كړی دی. كه څه دښمنانو دا غوښتل چې اقتصادی پاپنديانو سره د ايران انقلاب ته ماتې وركړی خو د ايران د خلكو صبر او مقاومت د دې سبب شو چې دښمنان په خپلو دسيسو كښې ناكام شول.
364089
captcha