IQNA

د اسلامی هيوادونو د پارلمينټ كنفرانس د فلسطين موضوع سره ترسره كیږی.

14:15 - February 17, 2009
د خبر لمبر: 1745149
سياسی ډله: د شورای اسلامی مجلس مشر د نيجريه او سوډان د مجلس مشرانو ته د فلسطين په هكله په تهران كښې د كيدونكی كنفرانس په هلكه خبر وكړی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، چې د مجلس د خبريالو له ټولنې یې نقلوی، علی لاريجانی په خپلو خبرو كښې د مينځنۍ اسيا حالاتو ته په پام دا وويل: د فلسطين موضوع د مسلماناو هيوادونو لپاره ډېر اهميت لری. او ضروری ده چې مونږ همدارنګ هغوی سره مرسته وكړه او د هغوی د ژوند ستونزې هوارې كړو.
د مجلس مشر دې خبرې ته اشاره وكړه چې ډېر زر به په تهران كښې د اسلامی هيوادونو د مجلسونو د مشرانو او سياسی او شخصيتونو په ګډون سره يو كنفرانس ترسره كیږی. چې پكښې یې د سوډان او نيجريه د مجلس مشرانو ته هم د ګډون بلنه وركړه.
په خبرو كښې د سوډان د مجلس مشر ښاغلی احمد ابراهيم الطاهر او د نيجريه د مجلس مشر ښاغلی مهامان عثمان د اسلامی جمهوری د دې كار ستاينه وكړه او د فلسطين موضوع یې د اسلامی امت لپاره ډېر مهم وګاڼه او د دې كنفرانس په تر سره كيدو یې ټينګار وكړ.
ابراهيم الطاهر په دې خبرو كښې وويل: بايد ټول اسلامی هيوادونه دې پوره توان سره د فلسطين د خلكو مرسته وكړی.
همدارنګ ښاغلی مهامان عثمان وويل: د دې حالاتو كښې ضروری ده چې اسلامی هيوادونه دې د فلسطين مسلې ته ډېره پاملرنه وكړی او اسلامی مجلسونه دې بايد دې ته ډېر غور وكړی.
364371
captcha