IQNA

د غزې خلكو سره د امداد كول ضرورت د اسلامی هيوادونو له خوا بالكل روښانه دی

14:14 - February 17, 2009
د خبر لمبر: 1745151
سياسی ډله: د مجلس مشر په خپلو ټيليفونی خبرو كښې د سوریې او لبنان د مجلس مشر ته وويل: په فلسطين كښې د غزې خلكو سره د مرستې كولو ضرورت او هغوی ته د ژوند سامان برابرول د اسلامی هيوادونو له خوا په څرګنده معلومیږی او بايد په دې لارې كښې د نور قدمونه واخستل شی.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، چې د مجلس د خبريالو له ټولنې یې نقلوی، د شورای اسلامی د مجلس مشر ښاغلی علی لاريجانی نن د يك شنبې په ورځ سحر د بهمن د مياشتې په 27 نیټه د سوریې او لبنان د مجلس مشرانو سره په ټيليفون خبرې وكړی.
لاريجانی په دې هلكه وويل: چې په غزې كښې د فلسطين خلك اوس هم ډيرو مشكلاتو سره مخامخ دی او بې ګناه په محاصره كښې بند دی.
هغه زياته كړه: د غزې خلكو سره د مرستې كولو ضرورت او هغوی ته د ژوند سامان برابرول د اسلامی هيوادونو له خوا ډاګه معلومه ده او بايد په دې لارې كښې د نور قدمونه واخستل شی.
هغه په دې هكله وويل: جمهور اسلامی ايران دا اراده لری چې د غزې د حمايت لپاره د مسلمانانو هيوادونو د مجلس د مشرانو يو كنفرانس راوغواړی. چې پكښې د فلسطين د خلكو د مظلوميت اواز ټولې نړۍ ته ورسیږی. لاريجانی په دې خبرو كښې هغوی ته په دې كنفرانس كښې د ګډون بلنه وركړه.
په خبرو كښې د سوریې د مجلس مشر ښاغلی محمود الابرش په دې خبره چې تاسو دا كنفرانس ترسره كوئ ډېره مننه وكړه او ویې ويل چې دا د فلسطين د مظلومانو حق دی او د ستاينې وړ دی.
همدارنګ هغوی د ايران له خوا شوی مرستې اثر لرونكی وګڼلې او په دې هكله یې له جمهوری اسلامی ايران ډېر وستایۀ.
364490
captcha