د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره، د سيستان او بلوچستان برخه، مولانا «عبدالحميد اسماعيل زهی» چې د زاهدان د سنيانو د مكی جمات د جمعې امام دی وويل: لمونځ يوه داسې فريضه ده چې انسان له ګناهونو ليرې ساتی.
هغه زياته كړه: څوك چې لمونځ كولی شی او پریږ یې دوی نو هغه له دينه وتی دی، لمونځ يو داسې څيز دی چې ورسره اسلامی ټولنه مزبوتیږی او دې سره په اسلامی ټولنه كښې يووالې او وحدت راځی. چې نبايد مسلمانان له دې غافله شی.
هغه په دې خبره ټينګار وكړ چې بايد مونږ په اسلامی ټولنه كښې د لمونځ كلتور زيات كړو او مسلمانان دې لمونځ له خپلو كارونو قربان نه كړی.
د زاهدان د اهل سنتو د جمعې امام زياته كړه: ټوله شپه فلم او داسې نورو غير ضروری څيزونو ته تيرول جائز نه دی چې د دې په له امله ترې د سهار لمونځ قضا شی.
363653