د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د راپور پر اساس چې له اطلاع رسولو ويب پاڼې «الجزيرة نت» څخه یې نقل كړې ليكی چې «عبدالعزيز بن عثمان التويجری» چې د (آيسسكو) علوم او اسلامی فرهنګ سازمان مشر دی، پرون مازیګر د بهمن مياشتې 26 نیټه د مراكش په رباط ښار كې په يو نړيوال سيمينار كې خپلې وينا كې داسې اعلان وكړ: چې په غزې كې د بې ګناه خلقو اخيری قتل عام او ظلم و زياتې چې د نړيوالو غونډو چپتيا سره سر ته ورسيد په اخيری 60 كالو كې د اسرائيل يو سخت ظلم وو
هغه وويل: چې اسرائيل 1948 ميلادی راهسې تر اوسه پورې د فلسطينيانو قتل عام او د جنګی جرمونو په ارتكاب سره هغه ټول نړيوال قوانين تر پښو لاندې كړل كوم چې د غير عسكرو خلقو د حقوقو د حفاظت لپاره جوړ شوی وو.
التويجری په دې اشارې سره چې د ايسسكو اصلی هدف او مقصد په نړۍ كې د صلح او امن راوستلو كې ګډون دی، هيله مند شو چې: كه خداې خوښه وی نو دا سيمينار به د اسرائيل د سياسې او عسكری مشرانو په نړيوال عدالت كې د محاكمې سبب وګرځی
دا نړيوال سيمينار د (اسرائيل: جنګی جرم او قتل عام) په موضوع سره پرون د بهمن د مياشتې 26 نیټه د سازمان ايسسكو، سره د فلسطينی سازمانونو او د حقوق بشر نړيوال سازمان په مرستې سره په مراكش كې د رباط په ښار كې پيل شوې دی او نن به يوې بيانی خپرونې سره خپل كار سر ته ورسوی.
364403