د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د «الفجر الجديد» ورځپاڼې سره په نقل چې په ليبيا كښې چاپ كیږی، دا مقابلې د ليبيا د خيريه كارونو انجمن «واعتصموا» او د اوقافو او د زكاتو د كار ادارې په په مرسته په دې هواد كښې ترسره شوې.
د دې پروګرام په شورو كښې چې په طرابلس ښار كښې د «نور» قرانی مركز كښې ترسره شوه، د ليبيا د قران د مركزونو ځينې مشرانو، حافظانو او د قران قاريانو ګډون وكړ.
دا مقابلې په 61حافظانو ښځو په ګډون سره په په دريو برخو: د ټول قران حفظ، د 15سپارو حفظ، او د 7 سپارو حفظ، كښې تر سره شوی او د اسفند د مياشتې تر لومړۍ ورځې پنجشنبې پورې به دوام لری.
د قراند مقابلې د فيصلې په كمیټۍ كښې د ليبيا استاذان «وليد محمد الشين»، «عمر الطاهر المهدى»، «عبد الرحمن صالح محمد» او «احمد عمر ابوفريوه» شامل دی.
365168