IQNA

د عربستان د عالمانو په شورا كښې د شيعو عالمانو غړيتوب

12:17 - February 18, 2009
د خبر لمبر: 1745521
نړيواله ټولنه: د سعودی عربستان د باچا «عبدالله بن عبدالعزيز» د عالمانو په شورا كښې له اصلاحاتو وروسته، تحلیګرانو او كاركوونكيو په دې شورا كښې د عربستان د شيعو عالمانو د ګډون په هكله خبر راكړی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې د «راصد» خبری چينل سره یې نقلوی، اوس يوازې (حنبلی) اهلسنت عالمان دعربستان د عالمانو په دې شورا كښې غړی دی. چې د عربستان د نوی باچا له اصلاحاتو وروسته به د شيعه عالمان د د سنيانو د ټولو مذهبونو عالمان د دې شورا غړی شی.
د عربستان يو تحليلګر «عبدالعزيز الوهيبی» په دې هلكه وويل: د عربستان د عالمانو په شورا كښې د شيعه عالمانو په ګډون سره د عربستان ټولنې ډېر ورپیښ مشكلات هوار شی.
د عربستان باچا د شنبې په ورځ د بهمن د مياشتې په 26 نیټه د دې هيواد په وزارت خانو، قضايی، اقتصادی او فوځی برخو كښې ډېر بيلا بيلو بدلونونه راوستل. چې دا اصلاحات د لومړی ځل لپاره په اخری دريو كلونو كښې د عبدالله بن عبدالعزيز په حكومت كښې وړاندې شول.
د عربستان د عالمانو شورا، د قضاوت عالی شورا، د امر بالمعروف او نهی از منكر انجمن او د عربستان د انسانی حقونو انجمن له هغې برخو څخه وو چې د عربستان باچا پكښې نوی بدلونونه وكړل او د لومړی ځل لپاره د عربستان په تاريخ كښې يوه ښځه د حكومتی كرسۍ وټاكل شوه.
365315
captcha