د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د راپور پر اساس چې په بوسنيا كې د ايران كلتوری مركز څخه یې نقلوی ليكې دا مراسم چې په بوسنيا كې مقيم فلسطينيانو انجمن، د سلام انجمن، او په بوسنيا كې د فلسطين سفارت په مرستې سره په سارايوو كې تر سره شو چې پكې لږ ډير لسو زرو بوسنيايی مسلمانانو ګډون وكړ
په دې مراسمو كې د قران پاك تلاوت او د فلسطين او غزې د خلكو په حمايت كې شعرونه وويل شو. د بوسنيا يو مشهور شاعر «بنام ادوما يكا» هم د غزې د خلكو په هكله شعر وويل چې د موجودو خلكو ډير خوښ شو. همدا رنګ په سارايوو كې د فلسطين سفير ښاغلی «آميررستوم» په دې مراسمو كې له ټولو بوسنيايی خلكو، ستر شخصيتونو، ډلو او حزبونو له تشكر ترڅ كې د فلسطينيانو د حقانيت په هكله وينا وكړه، په دې مراسمو كې د اسرائيل ټول ظلمونه محكوم شو
همدا شان په دې مراسمو كې د غزې په مسلمانانو د اسرائيل شوی ظلمونو اينځورونه هم خلكو ته وښودل شو.
365482