IQNA

علامه طباطبايی، سنت د قران د ايتونو تفصيل ګڼی

10:53 - February 19, 2009
د خبر لمبر: 1745927
تفكری ډله: د علامه طباطبايی له نظره، سنت، د هغه خبرو تفصيل ګڼی كوم چې په قران كښې بيان شوی دی، د قران او سنت رابطه يوه تفصيلی رابطه ده نو په كومو ځايونو كښې چې سنت نشته نو بې له كوم شكه قران ته رجوع كيدی شی.
اسلامی كلتوری او علمی څیړاندی مركز مشر حجت‌الاسلام و المسلمين احمد مبلغی د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) سره په خبرو كښې وويل: په اخرنيو ورځو كښې د عربی هيوادونو كښې د قران د پوهې په هلكه دا تفكر پيل شوی دی چې د قران ټولې سپارې يو بل سره تړلی دی او د يوبل بشپړونكی ګڼلی شی.
هغه د قران او د حديث د اړيكو په هلكه وويل: روايتونه د قران تفسير كوونكی دی قران اصلی مطلب دی او حديثونه یې تفصيل بيانوی.
هغه زياته كړه چې د قران او سنت په د رابطو په هكله بيلا بيلې ليدتوګې شته. لومړۍ دا چې سنت د قران معنی بدلولی شی او دويمه ليدتوګه د تفويض ده چې قران د مطلب د بدلولو كار حديث ته پریښې وی.
بله ليدتوګه د تبيين ده چې وايی قران په خپله د پوهيدلو وړ نه دی او د هغې شرحه ممكنه نه ده او سنت د هغې د معنې د معين كولو لپاره دی او دا د اخباری ټولی ليدتوګه ده. او بله نظريه په يو ډول د علامه طباطبايی نظريه ده چې وايی: قران روښانه دی او پكښې د نه پوهيدلو څه نشته.
علامه طباطبايی وايی چې دا نظریې د قران د مشابهو ايتونو په هكله نه ده بلكې له دې پرته ده. ځكه چې مشابهات خو ځان ته شرح او تفسير غواړی.
365011
captcha