IQNA

په فرانس كښې په اسلامی او قرانی موضوعاتو كتابونه خپاره شول

10:57 - February 19, 2009
د خبر لمبر: 1745930
د هنر او ټولنيزه ډله: د پيغمبر(ص)، نهج البلاغې، امام حسين(ع) او قران كريم په هكله 12 كتابونه په فرانس كښې د ايران د كلتوری مركز په مرسته چاپ او خپاره شول.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې په فرانس كښې د ايران له كلتوری مركزه نقلوی، «د پيغمبر(ص) د ځای ناستو حقيقت» د «شريف محمدعلی حيدره» ليكلې شوې «حزب الله، طريقه، تجربه او راتلونكې وخت» د «شيخ نعيم قاسم» ليكلې شوې «سرالصلوه» د امام خمينی(ره) ليكلې شوې او «د امام حسين عليه السلام د انقلاب اثر» چې شهيد مرتضی مطری ليكلی دی، دا هغه كتابونه دی چې په فرانسۍ ژبه كښې ترجمه شوی او د دې مركز په مرسته چاپ او خپاره شوی دی.
همدارنګ یې د لاندنيو كتابونو په چاپ كښې ګډون لرل: «پيغمبر(ص) او د پيغمبرۍ سنت» د «سيد حسين نصر» ليك، «مهدی د نړۍ فيصله كوونكی» د «آيت ا.. امين» ليك، «د امام سجاد(ع) د حقونو رساله» د «علی محمد حيدری نراقی» ليك، «قرآن د هدايت كتاب» د «علی رضا مردای» ليك او «د ايرانی مشهورو كسانو انسائيكلو پیډيا» د «مهشيد مشيری» ليك.
366103
captcha