IQNA

په كويت كښې – د اسلامی او عسائيت د اړيكو د شورا جوړولو اعلان

10:59 - February 19, 2009
د خبر لمبر: 1745932
د علم او تفكر ډله: په كويت كښې د اسلام او عيسائيت د اړيكو لپاره د شورا جوړولو رسمی اعلان پرون د بهمن د مياشتې په 29 نیټه د دې ښار د امام علی(ع) د جمات امام «سيد محمد باقر مهری» په كويت كښې د ايران د كلتوی مركز غړی «رضوی اردكانی» په ګډون سره په ديوانيه كښې ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې په كويت كښې د ايران له كلتوری مركز یې نقلوی، په دې پروګرام كښې د عيسانو لوی شخصيتونه او د رامنه كليسا مشران، د كويت كاتوليك او ارتدوكس، د شيعو اود سنيانو ستر شخصيتونه او د ځينو رسانو غړو پكښې ګډون وكړ، چې پكښې د امام علی(ع) د جمات امام «سيد محمد باقر مهری» د اسلام او د اسلامی عالمان لكه شيخ مفيد، ايت الله سيستانی او د ايران ستر لارښود او ځينې نورو مراجعو د فتواګانو په هكله وويل: اسلامی نورو اسمانی دينونو ته په درنه سترګه ګوری او د كفر په مقابله كښې د توحيدی دينونوسره معامله كول بهتر او ښه ګڼی او دا د اسلام يوه بيلګه ده.
همدارنګ د كويت د ارتدوكس كليسا مشر ښاغلی «بيژول انبا بيچوی» او د «التوافق الاسلامی» مشر «زهير المحميد» د دې شورا د جوړيدو په هلكه خبرې اترې وكړی.
په كويت كښې د ايران د كلتوری مركز غړی «رضوی اردكانی» د دې پروګرام په اړخ كښې د شورا له ټولو غړو مننه وكړه او او ویې ويل چې د ايران كلتوری مركز د دې ډول پروګرامو ترسره كول د اړيكو لپاره د مزبوتيا سبب وګاڼه.
365536
captcha