د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د اطلاع رسولو مركز «البشاير» یې نقله وی. سامی يوسف د رويتر سره په خبرو كې د خپلې موسيقی اصلی هدف د اسلام او مسلمانانو حقيقی مخ څرګندوالې وبله او وې ويل: زه د رښتونی اسلام استازې يم نه د اسامه بن لادن د اسلام.
سامی يوسف هيله من شو چی ښايی چې د هغه موسيقی، د افراطی مسلمانانو فكر بدل كړی او د دوی په زړونو كې له نورو خلقو سره د اوسيدلو مينه پيدا كړی.
سامی يوسف د خپلې موسيقی څرنګوالی په هكله وويل: زما په هنر كې ډير ټينګار دينې اړخ ته دی او له انسانانو تر مينځه له هر قسمه توپيره سترګې پټې كړې شوې دی. او زه د اسلامی ارزښتونو سخت عقيدت من يم.
365778