IQNA

د ايت الله معرفت كتاب التمهيد فی علوم القران كې د قرانی ټكو څیړنه

11:15 - February 19, 2009
د خبر لمبر: 1745951
نړيواله ډله: قران پاك يو داسې كتاب دی چې له فصاحت او بلاغته ډك دی او خداې پاك په دې كې داسې ټكی كارولی دی چې په هغه كې د كلام وحدت او يووالې بې مثاله دی. (مرحوم آيت الله محمد هادی معرفت).
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) يو ګزارش پر اساس مرحوم آيت الله محمد هادی معرفت كتاب «التمهيد فی علوم القرآن» كې د قران پاك داسې ټكی څیړلی چې له نورو خلكو لكه عبدالقادر جرجانی لخوا د «اسرار البلاغه» كتاب كې لږ نا پيژاندې بللی شوی وو.
اقای معرفت ليكلی چې قران پاك داسې ژبه كارولی ده چې عام او بې علمه خلك هم پرې پوهیږی او وايی چې د قران پاك يو ټكې هم نا پيژاندې نه دی بلكه د وخت تيريدو سره سره له عربی ژبه څخه ووتل. چې كيدای شی چې اوس زمونږ لپاره نا پيژاندې وی خو د قران پاك د نازليدو په وخت دا هیڅ كله هم نا پيژاندې نه و.
دې استاد ليكلی دی چې نا پيژاندې ټكی دوه ډوله دی يو ډول مثال د هغه سړی دی چې له خپل وطن لری اوسیږی خو خپل اداب او رسمونه یې هير شوی وی يانی د ټكی مطلب نه معلومیږی او د دوهم ډول مثال د هغه سړی دی چې له وطن لری اوسیږی خو د خپلو ادابو او رسمونو خبر وی او كه وطن ته راشی نو ډير زر خلكو سره تړون پيدا كولې شی يانی د ټكی مطلب څه لږ شان غور او د لغت د كتابونو ته مراجعې سره معلومیږی. او د قران پاك د نا پيژاند ټكی له دوهم ډوله دی.
دې ستر ليكوال او څیړاند د كتاب په اخر كې د نا پيژاندو ټكو په قران پاك د شتون وجه د 28 نوموړو قبيلولكه (طی، هذيل، قريش، تميم و...) شتون، د 8 متمدن هيوادونو (عمان، يمن، سبا و...) شتون او د عرب جزيرې په همسايه توب كې د غير عرب لكه (ايران، روم، سريانيان و...) شتون وبلل. چې ځينې مثالونه لاندې دی.
بغياً د تميم لغت
حاق د قريش و عمان لغت
استبرق د ايران لغت
آناء د هذيل لغت
تبرنا د سبأ لغت
الطور د سريانيان لغت.
326692

captcha