د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې له «الرياض» ورځ پاڼې یې نقلوی، په دې سمينار كښې د قران په هكله غوره شوی كسان او د قران په هكله د ټيكنالوجۍ استاذان ګډون كوی.
د دې سمينار د ترسره كولو كمیټې مشر او د ټولنې ستر سكتر «محمد سالم بن شديد العوفی» وويل: دا سمينار د فهد د مجمع د مشر په اجازت و چې د قران د خپرونې كار كوی او په دې هلكه كار كول د خدای او د بيلا بيلو علمونو خدمت دی.
هغه زياته كړه چې د دې سمينار مقصدونه او موضوعات د دې كار ناظر وزير «صالح بن عبدالعزيز بن محمد آل شيخ» ټاكلی او د ټولنې ستر سكتر دا خپاره كړی دی، دا سمينار د اذر د مياشتې له 13 تر 15 نیټې دوام لری.
دې مجمع همدارنګ د اينټرنیټ دا سایټ www.Quranlt.org شروع كړی دی د دې لپاره چې كوم څیړاندې په دې سمينار كښې ګډون كول غواړی د دې سمينار له شرطونو او موضاعاتو خبر شی.
367026