د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې له «عكاظ» ورځپاڼې چې په عربستان كښې چاپ كیږی نقلوی، پرون ماځیګر خواوشا 500 زيارت كوونكيو دا كوشش وكړ چې د بقيع مقبرې ته ننوځی چې د عربو فوځيانو منعې كولو سره مخامخ شول.
د دې ورځپاڼې په وينا، كه څه هم فوځيانو هغوی ته وويل چې د بقيع قانونی وخت ختم شوی دی خو هغوې دې ته پام ونه كړ او جمع شول او د فوځ په مقابله كښې ودريدل.
د دې په ځواب كښې فوځ له هغوی څخه پينځه كسان ونيول هغوی یې مخصوص ځای ته بوتلل او له هغوی یې د دې كار په هكله پوښتنه وكړه.
366997