IQNA

10:17 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747654

بحرين؛ د اسلامی سرمايه ګزارۍ د صندوقونو د نړيوال سمينار كوربه

نړيواله ډله: د اسلامی سرمايه ګزارۍ د صندوقونو پينځم نړيوال سمينار، د 1388 كال د خرداد د مياشتې په څلورمه ينټه د بحرين د اسلامی سرمايه ګزارۍ په مرسته په دې هيواد كښې ترسره كیږی.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې د بحرين له (bna) خبری اژانس یې نقلوی دا دوه ورځنې سمينار د نړۍ د ډيرو بانكدارانو او د مينځنۍ اسيا د بانكونو د كارشناسانو په ګډون د بحرين د مركزی بانك په مرستې ترسره كیږی.
په دې همايش كښې ګډون كوونكی كارشناسان به په صندوقونو كښې د سرمايه ګزارۍ د بدليدو څرنګوالې او د دې بدلونونو اسلامی قانونونو سره سمون باندې خبرې اترې كوی.
په همدې هكله د بحرين د اسلامی سرمايه ګزارۍ د انجمن مشر«عارف محمد العلوی» د نړۍ د اوسنی اقتصادی بحران څیړنه وكړه او په دې هكله یې وويل: كه څه هم د نړۍ ډېر اسلامی بانكونه په دې سيلاب كښې نه وو غرق شوی خو د دې بحران په اسلامی بانكونو اثر ضرور وشو چې د پام وړ دی.
367665
captcha