IQNA

10:20 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747656

په عربستان كښې د قران او سنت په هكله مقابلو لپاره نومونه ليكل شورو شول

نړيواله ټولنه: نن د اسفند د مياشتې له څلورمې نیټې په دې هيواد كښې د قران او د پيغمبر(ص) سنت او د «محمد بن فهد بن جلوی» د خطبو د مقابلې لپاره نومونه ليكل شورو شو.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې د عربستان له رسمی خبری اژانس «spa» یې نقلوی، د قران او د پيغمبر(ص) سنت او د «محمد بن فهد بن جلوی» د خطبو اوومه مقابله د نوی كال د فروردين له مياشتې په «احساء» صوبه كښې په دوو برخو(ښځو او سړو) كښې ترسره یږی.
په ټولو موضوعاتو كښې د دې مقابلې شورو به د احساء په بيلا بيلو جماتونو كښې د هغه ځای په وخت ماځیګر څلورنيمې بجې شورو كیږی او بنديان او د نورو مذهبونو لږ خلك چې په عربستان كښې اوسیږی به په ترتيب سره په شلم او يويشتم فروردين په دې مقابله كښې ګډون كوی.
د عربستان محمد فهد بن جلوی مقابلو ستر سكتر «احمد بن حمد البوعلی» له دې وړاندې اعلان كړې و چې دا ځل مقابلې نورو سره فرق لری او د مقابلو انټرنیټی شكل كښې ځينې بدلونونه راغلی دی.
د عربستان ښاريان دې د لا زيات خبريدو، د نوم ليكلو او په دې مقابلې كښې د شركت لپاره په دې انټرنیټی ته رجوع وكړی: www.musabaqa.org.
367723
captcha