IQNA

د فجر په دريم شعری جشن كښې د نړيوالو شاعرانو په ګډون سره مشاعرې ترسره كیږی.

10:35 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747675
د ادب ډله: د تهران په پوهنتونونو كښې د فجر د دريم نړيوال شعری جشن مشاعرې، د نړيوالو شاعرانو په ګډون سره تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو ګزارش پر اساس، د فارسی ژبې شاعران له نهو هيوادونو تاجيكستان، افغانستان، ازبكستان، هند، پاكستان، فلسطين، لبنان، عراق او مصر د فجر د شعر په دې جشن كې په نړيوالې برخې كښې ګډون كوی او د جشن په اخر كې به له دوی شكريه ادا كولې شی او د هغوی درناوې به كیږی.
همدا رنګ د ايرانی شاعرانو او د نورو هيوادونو د فارسی ژبې شاعرانو تر منځه د ملګرتيا پيدا كولو لپاره يوې بلې مشاعرې پروګرام هم جوړ شوې دی چې پكښې دا شاعران له يو بل سره كتلو پرته خپل شعرونه به هم وړاندې كوی.
د فجر د شعری جشن سكتر ښاغلی «موسی بيدج» وويل چې د بهرنی او كورنی شاعرانو او د هغوی د كتابونو او ديوانونو معرفی كول، د فارسی شعر په ايران او نړۍ د پراختيا سبب ګرځی او د فارسی شعر په هكله ايرانی شاعران به د بهرنی شاعرانو له نظراتو خبر شی.
د فجر د دريم شعری جشن مشاعرې به د تهران په پوهنتونونو شهيد بهشتی او علامه طباطبايی كې تر سره كیږی.
د مشاعرو وخت اعلان به بيا كیږی.
365649
captcha