IQNA

د مسلمانانو نيكمرغی په دې كښې ده چې قران او هلبيتو (عليهم السلام) سره اړيكې مزبوتې كړی

10:46 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747687
د قرانی كارونو ډله: شيخ «اذانشاه» په تايلينډ كې شيعه عالم، حديث ثقلين ته په اشارې سره وويل چې د مسلمانانو كاميابی د هغوی د قران پاك او اهل بيتو(ع) سره د ارتباط په ساتلو كې ده
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د اسيا د سويل ختیځ شعبې د يو ګزارش پر اساس شيخ «اذانشاه» په تايلينډ كې شيعه عالم او د «كانچانابوری» د ښار امام جمعه، د دې مطلب په بيان سره د اسفند د مياشتې په دوهمه نیټه د جومې په خطبو كې وويل: د متواتر حديث ثقلين په رڼا كې د مسلمانانو د اخرت او دنياوی كاميابی د هغوی د قران پاك او اهل بيتو(ع) په پيروی كې وګڼله.
هغه وويل چې دا حديث شريف پيغمبر اكرم د خپل مبارك عمر په اخرنۍ ورځو كې د اسلام ټولو منوونكو ته فرمايلی و
هغه وويل چې د دې دوو ګران بيه څيزونو سره تمسك كول، د انسان د هدايت سبب ګرځې او له بی لارې او ګمراهۍ يی ساتی نن سبا د دې دوو څيزونو سره د مسلمانانو ارتباط څلور ډوله كيدلې شی.
يو ټولې داسې دی چې د قران پاك پيروی كوی خو اهل بيتو ته اهميت نه وركوی دوهم ټولې داسې دی چې د قران په مانی نه پوهیږی خو بيا هم وايی چې د قران پاك او د الهی حكمونو منونكی يوو دريم ټولی هغه خلك دی چې وايی مونږ د قران پاك او اهل بيتو دواړو پيروی كوو او څلورم ټولې هغه ده چې نه قران پاك قبلوی او نه اهل بيت (ع) چې دا د بی دينو خلكو ټولې دی
چې په دې كې دريم ټولې غوره او كاميابه ټولې دی.
366657
captcha