IQNA

د ستر او پردې موضوع په ټولو دينونو كې شته

10:51 - February 23, 2009
د خبر لمبر: 1747698
د افتخاری خبريالو ډله / محمد ابراهيم فلاحی: د ايران د اسلامی مجلس، د تهران د خلكو غړی په ګناباد كې د «حجاب و عفاف» په موضوع يو سيمينار كې وويل: چې حجاب يوازی په اسلام كې نه دی بلكه په نورو دينونو كې هم شته او د خپل حجاب او پردې خيال ساتل د قران پاك د نص پر اساس واجب دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګناباد كې د افتخاری خبريال د يو راپور پر اساس، حجت‌الاسلام مولانا «مرتضی آقاتهرانی» چې له تهرانه د اسلامی مجلس غړی دی، په ګناباد كې په يو صوبايی سيمناركې دا وينا وكړه چې الله تعالی حضرت ادم عليه السلام او بی بی هوا پټ پيدا كړی وو او شيطان سبب شو چې له ادمه حجاب واخلی
هغه زياته كړه چې حجاب يوازی د مسلمانانو موضوع نه دی بلكه په ټولو دينونو كې شته هغه وويل چې حضرت بی بی مريم(ع) هغه ټولې مجسمې چې جوړی شوی دی هغه بی بی پكښې پردی او حجاب سره ده. او دا مونږ ته ښودنه كوی چې د عيسی(ع) دين كې هم حجاب د دې دين له ضرورياتو وو.
367497
captcha