IQNA

د يورپ د پارلمينټ غونډه د اسرائيلو د ظلمونو جاجولو لپاره اردن ته روانیږی

10:24 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748083
نړيواله ډله: د يورپ د پارلمينټ يوه غونډه چې پكښې د يورپ د پارلمينټ استازی ګډون لری د سه شنبې په ورځ د اسفند د مياشتې په 6 نیټه په غزې كښې د اسرائيلو د ظلمونو د جاجولو لپاره د اردن پلازمينې، امان ته رونیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په په ګزارش چې له«Jordan Times» ورځپاڼې یې نقلوی، د دې غونډې د اطلاع رسوونكی برخې مشر ښاغلی«سهير محی‌الدين» د دې خبر سره سره وويل: دا غونډه په دې غرض روانه ده چې په مينځنی اسيا كښې د اسرائيلو د 22 ورځنی جنګ نه پس حالات وجاجوی.
هغه زياته كړه: دا غونډه به د «هانس گرت پترينگ» په مشرۍ كښې چې هغه د يورپ د پارلمينټ مشر او د يورپ د پارلمنانی غونډې مشر دی، په اردن كښې د دې هيواد سپيكر سره له ليدلو وروسته، د مصر، غزې، رام الله او بيت المقدس ليدنه هم كوی.
پيترينګ په يوه بيان كښې اعلان وكړ چې د دې غونډې پيغام دا دی چې بايد د غزې خلكو سره د هغې د پولو په خلاصيدلو او د صلحې په راوستلو كښې مرسته وشی.
له پترينګه پورته په دې غونډې كښې د مصر، مالټې، تونس او يونان د پارلمينټو استازی هم ګډون لری.
368354
captcha