د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې له AP یې نقلوی، د حماس له مشرانو څخه «عادل ذو رب»(Adel Zourab) ويلی دی: د مصر حكومت دا خبره قبوله كړې ده چې هغه زده كوونكی چې له فلسطينه بهر په زده كړې بوخت دی او همدارنګ هغه كسان چې په مصر يا نورو ځايونو كښې د ايساريدو اجازت لری هغوی كولې شی چې له فلسطينه ووځی.
مصر دا لاره د 2007 كال د جون له مياشتې راهسې بنده كړې ده او يوازې په ځينې ځينې وخت كښې دا پوله غزې ته خلاصوی. اسرائيل هم غزه له ټولو اړخونو بنده كړې ده او په اخری ورځو كښې یې يوازې دارو او نورو مرستو ته اجازت وركړی دی.
368250