د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د لبنان شعبه د راپور سره په دې میټنګ كې شيخ «عبدالغنی تميمی» په خپلې وينا كې د «خارج كې د فلسطينی عالمانوغونډې» د اهدفو وضاخت بيان كړ او ویې ويل چې د دې غونډی د جوړولو اصلی مقصد د اسرائيلو د عربو مخالف دسيسو سره مقابله كول او د فلسطين د قومی يووالی حمايت كول دی.
هغه د لبنان د حكومت دې كوشش چې فلسطينيان دې بايد خپل وطن ته واپس شی مننه وكړه او د نړيوالې قدس موسسې او د لبنان د مفتی یې د فلسطين په هكله د كارونو درنښته وكړه.
په لبنان كې فلسطينی عالمانو د انجمن مشر ښاغلی «داوود مصطفی» د فلسطين مسلې كې د عالمانو كردار ته اشاره وكړه او وې ويل: د فلسطين ازادی په اسلامی امت فرض ده او په دې كې اصلی ذمه واری په مسلمانانو مشرانو ده.
شيخ «محمد كريم» د شام له عالمانو لخوا په دې میټنګ كې ګډون وكړ او ویې ويل چې فلسطين د هر يو عرب او مسلمان په زړه كې دی. او يوازې علمی لاره ده چې فلسطين به ازادوی.
شيخ «كردی» د لبنان مفتی «محمدرشيد قبانی» استازی په دې هكله وويل: چې د دې غونډې جوړول به ټول مسلمانان خوشحاله كړی ځكه چې دې سره به زمونږ يووالې محفوظ پاتې شی او همدغه يووالې د كاميابۍ راز دی.
368106