IQNA

د پيغمبر اكرم په هكله د 1400 ويبپاڼو لنكونه، د نبی اعظم(ص) ويبپاڼی ته وركړې شو

11:09 - February 24, 2009
د خبر لمبر: 1748110
د قرانی كارونو ډله: د پيغمبر اكرم د رحلت په مناسبت، د پيغمبر اكرم په هكله د 1400 ويبپاڼو لنكونه، د نبی اعظم(ص) ويبپاڼی ته وركړی شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د دارالحديث د علمی او كلتوری مؤسسې شعبې د يو راپور پر اساس چې له حوزې خبر يی نقلوی، چې د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د رحلت په درشل كې له څوارلس سوه انټرنټی پتی (لينكس) چې د پيغمبر د ستر شخصيت په هكله دی د نبی اعظم ويب پاڼې كی كیښودلې شوی دی.
د اسلامی علمونو د كامپيوټری تحقيقاتو مركز د څیړنو مرستيال، په اينټرنیټ كې د څیړنې برخې مشر ښاغلی حجت الاسلام و المسلمين «احمد اكبری» د دې كار مقصد د پيغمبر اكرم د لوې شخصيت د پيژنګلو او د اسلامی تعليماتو د حاصلولو لپاره د زمنیې فراهم كول وګاڼه.
«په اينټرنټ كې څیړنې» برخې مشر وويل: چې دا ويب پاڼی په څلورو ژبو فارسی، عربی، اردو او فرانسی كې راټول شوی دی چې پكښې د پيغمبر اكرم د ژوند ليك، فضيلتونه، داستانونه او قيصې بيان شوی دی.
حجت الاسلام اكبری زياته كړه: چې پيغمبر اكرم(ص) د نورو په نظر كې، پوښتنې او ځوابونه، د اسلام تاريخ، نعتونه، د پيغمبر خطبې، د پيغمبر اكرم اصحاب او ملګری، د پيغمبر بعثت او كتابونه د دې ويب پاڼی نور موضوعات دی.
د دې ويب پاڼې ليدلو لپاره دا اډرس وليكئ http://www.nabiaazam.com او اړيكې لپاره دې بریښنا ته ليك وليكئ. info@nabiaazam.com
368469
captcha