د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش سره چې د «محيط» له اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا غونډه به د الأزهر د اسلامی څیړنو د ټولنې ستر سكتر «علی عبدالباقی» او د پاپ د مجلس د ځينې راهبانو په ګډون تر سره كیږی.
علی عبدالباقی په دې هكله وويل: دا ناسته هر كال د دينونو د خبرو اترو لپاره د الازهرد شيخ په ځای كښې په مصر كښې يا د واتيكان د پاپ په ځای كښې تر سره كیږی.
هغه په اخر كښې زياته كړه: ما واتيكان او د نورو اسمانی دينونو سره خبرې كول غواړو چې ټول په يوځای دا اعلان وكړو چې دين دې بايد يوازې د خدای لپاره خالص وی او نبايد د نورو دينونو سپكاوې دې پكښې وشی.
له دې وروسته چې شپاړسم پاپ بنديكت په 2006 كال كښې د اسلام سپكاوې كړې و دا دويمه ناسته ده.
368966