IQNA

10:24 - February 25, 2009
د خبر لمبر: 1748427

په تايلينډ كښې د پيغمبر(ص) د رحلت او د امام حسن(ع) د شهادت كليزې ونماځل شوه

سياسی او ټولنيزه ډله: په تايلينډ كښې د اهلبيتو(ع) مننوكيو د پيغمبر(ص) د رحلت او د امام حسن(ع) د شهادت په مناسبت د ايران په سفات او نورو ځايونو كښې ماتمونه وكړل.

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) له ختیځې اسيا برخې په ګزارش سره، په دې پروګرام كښې په تايلينډ كښې د اسلامی جمهوری ايران سفير «مجيد بيزمارك»، د سفارت كاركوونكيو او نورو هغه ايرانيانو هم ګډون وكړ چې په تايلينډ كښې اوسیږی. په تايلينډ كښې د جامعة المصطفی (ص) العالميه نماينده حجت الاسلام و المسلمين «اميری» په دې پروګرام كښې وينا وكړه.
په دې پروګرامونو كښې حجت الاسلام و المسلمين «اميری» د پيغمبر(ص) او د امام حسن عليه السلام د ژوند په هكله خبرې وكړې.
هغه زياته كړه: د انسان زړه د خدای حرم دی او هر يو څيز چې په زړه كښې د خدای ځای ونيسی نو هغه بت دی او په زړه كښې داسې ټول ماتول انسان حق ته رسوی.
368978
captcha