IQNA

د اسلامی كانفرنس غونډې په بيت المقدس كښې د يهوديانو ودانی محكومه كړه

10:29 - February 25, 2009
د خبر لمبر: 1748430
نړيواله ډله: د اسلام كانفرنس غونډې په يوې بيانیې كښې د اسرائيلو په بيت المقدس كښې د مسجدالاقصی په خوا كښې د ودانۍ مذمت كړی دی.
د ايران د قرانی خبری خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «المسلم»، اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د كانفرنس اسلامی ستر سكتر «اكمل‌الدين احسان اوغلو» په دې بيانیې كښې اعلان وكړ په مسجدالاقصی كښې د اسرائيلو پروګرام په دې مقصد تر سره كیږی چې د مسلمانو هويت او پيژونګلو بدله كړی او يهوديان په هغه ځای كښې اباد كړی.
هغه وويل: د فلسطينيانو بې كوره كول د هغوی يو بل مقصد چې د قدس شريف لپاره دا ډېره خطره ده.
هغه په اخر كښې زياته كړه چې د كانفرنس اسلام غړی هيوادونه، د قدس انجمن او نورې غونډې او نړيوال ټولی بايد د دې تيری په وړاندې ودریږی او په هغوی دې زور راولی چې دې غير قانونی كاره لاس واخلی.
368995
captcha