IQNA

په برازيل كې د دينونو تر مينځه د خبرو كولو اجلاس تر سره شو

10:33 - February 25, 2009
د خبر لمبر: 1748436
نړيواله ډله: د دينونو تر مينځه د خبرو كولو اجلاس د پير په ورځ د اسفند د مياشتې په پنځمه نیټه په برازيل كې تر سره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) راپور چې خبری اژانس «SPA» یې نقلوی، چې په لاتين امريكې كې د دعوت اسلامی مركز مشر ښاغلی «احمد الصيفی» وويل: د دې اجلاس د تر سره كولو مقصد، د هغو فيصلو عملی كول دی چې كومې په مادريد كې "د دينونو تر مينځه خبرو" په اجلاس كې شوی وې.
دا اجلاس چې د برازيل ښار «سائو پائولو» كې د نړيوال اسلامی انجمن په مرستې تر سره شو چې په كښې له 150 سترو اسلامی او عيسايی شخصيتونو له بيله بيلو هيوادونو لكه ملايشيا، الجزاير، موريتانيا، انډوييشيا، شام، فلسطين، مصر او سعودی عرب ګډون وكړ.
د دينونو تر مينځه د خبرو كولو مخكينې اجلاس د سپين په مادريد ښار كې د روان كال په تيرې ماشتې كې په دې فيصلې تر سره شوې و چې د يو بل دين به احترام كوو او نړۍ به له جنګه، بې انصافی، ترهګری او فساده لری ساتلو كوشش كوو.
368916
captcha