IQNA

په سعودی عرب كې د قران پاك د حفظ د انجمنونو اجلاس تر سره كیږی

10:37 - February 25, 2009
د خبر لمبر: 1748443
نړيواله ډله: د سعودی عرب د قران پاك حفظ د انجمنونو څلورم اجلاس د ختیځ منطقې د قران پاك حفظ خيريه انجمن په مرستې سره نن 6 اسفند د الخبر ښار په «ميريدیـان الخلیـج» هوټل كې تر سر كیږی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) يو راپور پر اساس چې د سعودی عرب د يوې ورځپاڼې «اليوم الالكترونيكی» یې نقلوی چې د دې اجلاس موضوع « د خيریې انجمنې او په امنيت راوستلو كې د دوی كردار» دی دا اجلاس به د ماسپښين يوې بجې د ختیځ سيمې مشر «محمد بن فهد بن عبدالعزيز» په نظارت او د سعودی عرب د قرانی انجمنو مشرانو په ګډون سره تر سره كیږی.
د خيتځ سيمې د قران پاك د حفظ انجمن مشر ښاغلی «عبدالرحمن محمد بن آل رقيب» په دې هكله وويل: د نفسياتی امنيت، ټولنيز امنيت او فكرې امنيت كې د قران حفظ انجمنو كردار ښوونه او د قران پاك د حفظ انجمنو او نورو امنيتی مركزونو تر مينځه اړيكو پيژندل د دې اجلاس له هدفونو څخه دی.
هغه وويل چې د اولس امنيت د سړی امنيت او د خاندان امنيت په هكله خبرې هم د دې اجلاس اصلی موضوعات دی. د دې اجلاس په دوهم نشست كې به يو بل موضوع (ارامتيا او امنيت د قران پاك په زده كړې كې دی) په هكله خبرې كیږی.
368903
captcha