IQNA

د دې جمعې د تهران د جمعې لمونځ به د آيت‌الله هاشمی رفسنجانی په امامت كښې تر سره كیږی.

11:38 - February 27, 2009
د خبر لمبر: 1748935
سياسی ډله: د دې هفتې د تهران سياسی او عبادی د جمعې لمونځ به د رهبری د خبرګانو د شورا مشر آيت‌الله هاشمی رفسنجانی په امامت تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، د دې جمعې د تهران د جمعې لمونځ به 11 بجې د تهران په پوهنتون كښې د يوسف افراش په اواز د قران پاك تلاوت سره شورو كیږی.
په دې پروګرام كښې به د ښوونې او روزنې د وزارت مرستيال علی اصغر يزدانی د "اسلامی روزنې د ورځې" په مناسب وينا كوی او بيا به د امام خمينی(ع) د امداد كمیټۍ مشر حسين انوری د دې كمیټۍ د ديرشمې كليزې په هكله خبرې كوی.
همدارنګ به د تهران د ښار چارواكې مرتضی تمدن به هم د خطبو نه وړاندې خبرې كوی. بيا به اذان كیږی او ايت الله هاشمی رفسنجانی به خطبې وركوی.
369429
captcha