IQNA

د اسلامی هيوادونو د حقوقدانانو ناسته به د اسفند د مياشتې په 13 نیټه ترسره كیږی

11:46 - February 27, 2009
د خبر لمبر: 1748939
سياسی ډله: د هيواد د ټولو مشر قاضی خبر وركړ چې د اسلامی هيوادونو د حقوقدانانو د يو اجلاس به د فلسطين په هلكه د اسفند د مياشتې په 13-14-15 نیټه تر سره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) په ګزارش، چې د قوه قضائيه د اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د ټول هيواد مشر قاضی ايت الله دری نجف ابادی دا خبر وركړی چې د اسلامی هيوادونو د حقوقدانانو د يو اجلاس به د فلسطين په هلكه د اسفند د مياشتې په 13-14-15 نیټه تر سره كیږی.
د اجلاس به په فلسطين كښې د اسرائيلو د ظلمونو جاج اخلی او د هغوی د حقونو غوښته به كوی، په دې اجلاس كښې به د بيلا بيلو هيوادونو كارپوهان ګډون كوی.
هغه له حقوقی او قضايی كارپوهانو وغوښتل چې په دې هكله دې مقالې وليكی او دا اجلاس دې ورسره ښكلی كړی او ورسره ورسره د مظلومو فلسطينيانو په دې طريقه مرسته وكړی.
هغه زياته كړه: د اسرائيلو د ظلمونو په هكله سَنَدونه او سرچينې راغونډې كړې چې هغوی په څه طريقه د نړيوالو قانونو خلاف ورزی كړې ده او هغه كسان ورسره هم څرګند كړئ چاچې د دوی حمايت كړی دی. د دې لپاره چې دا رنګ ظلمونه بيا تكرار نه شی.
369384
captcha