IQNA

دا دعوا د قبليدو نه ده چې د پيغمبر(ص) په زمانه كښې ايران په زور مسلمان شو

11:40 - February 27, 2009
د خبر لمبر: 1748941
د تفكر او علم ټولنه: داسې ډېرې تاريخی نښانې شته چې د ايران د كلتور زوړ والې ښيی او دغې نښانو ته په پام دا دعوا نه شو قبلولی چې د پيغمبر(ص) په زمانه كښې اسلام په زور په ايرانيانو ومنل شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د مشهد د څإنګې په ګزارش، د ازاد پوهنتون د د عملی غونډې غړی ډاكټر«محمد باغستانی»، د اسفند د مياشتې په پينځمه نیټه په يوې وينا كښې چې موضوع یې «د ايرانيانو د پيغمبر(ص) په زمانه كښې دين سره پيژنګلو» و او د مشهد په پوهنتون كښې ترسره شو وويل: دا د ډېر بحث خبره ده چې ايرانيانو اسلام څرنګ قبول كړ او د زرتشت دين یې پریښود. په دې هكله هسې ډېرې خبرې شوی دی خو هغه ډېرو نښانو ته په پام چې موجودې دی مونږ دا نه شو قبلولی چې په ايرانيانو باندې اسلام په زور تپل شوې وی.
هغه زياته كړه: د ايران او عربو تر مينځ د ساسانيانو په وخت كښې هم رابطې او اړكې موجودې وې او بيا د ځينې علامتونو د پيغمبر(ص) زوكړې سره سم واقع كيدل هم، لكه د ايران د اتشكدې مړيدل، د ساوې د درياب وچيدل يا د كسری د ايوان كنګرې ماتيدل د هغې ځينې نمونې دی.
كله كښې د پيغمبر(ص) لخوا د ايران باچا ته ليك راغی نو هغه هغه وشلول او د پيغمبر(ص) د نيولو حكم یې وكړ او د يمن حاكم ته یې د كار وسپارۀ كله چې د يمن حاكم مكې ته لاړ نو پيغمبر(ص) هغه ته د غيبو خبر وركړ او هغه دا و چې خسروپرويز به دخپل زوی په لاس وژل كیږی، چې د دې خبر په سبب هغه له پيغمبر(ص) ډېرمتاثر شو او اسلام ته مائله شو.
همدارنګ ځينې داسې روايتونه شته چې پيغمبر(ص) په كښې د ايرانيانو د علم تعريف كړی دی ځكه چې مسلمانانو ځينې څيزونه له ايرانيانو زده كړل، همدارنګ د سلمان فارسی د پيغمبر(ص) په خدمت كښې حاضريدل هم د دې يوه نښانه ده.
369206
captcha