د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د مشهد د څإنګې په ګزارش، د سيستان او بلوچستان د تبليغات اسلامی له ادارې سره په نقل، د زاهدان له اهلسنتو يو عالم، اسلام د جهاد دين وګاڼه او د پيغمبر(ص) جهاد ته اشارې سره سره یې د امام حسين(ع) جهاد هم ډېر مهم وګاڼه او ویې ويل: امام حسين(ع) ته پته وه كه جهاد ونه شی نو په دين كښې به څه پاتې نه شی نو له همدې سببه امام حسين(ع) انسانيت ته يو نوې روح وركړ.
«مولوی محبی» ټينګار وكړ چې امام حسين عليه السلام دا ثابته كړه چې دا دين يو داسې وارث لری چې د هر ډول دسيسې سره به مقابله كوی او نن كه هم څوك جهاد ته پاڅی نو امام حسين(ع) خپله نمونه او بيلګه جوړوی.
محبی په اخر كښې د ټولو مسلمانانو د اتحاد او يووالی د ساتلو لپاره دعا وكړ او خبرې یې پایې ته ورسولی.
369396